په فيروزکوه ښار کې د دوهمې ناحيې سړکونو جغلاچونه پيل شوه

د غور ولايت د ښاروالۍ رياست ويلي چې د فيروزکوه ښار د دوهمې ناحيې يو شمېر ويجاړ شوي سړکونو د جغلاچونې او ګريډر کارونه پيل شوي دي. د چارواکو په وينا، دغه سړکونه د خرابېدو او د تګ راتګ د ستونزو له امله د ترميم تر کار لاندې نيول شوي دي.
حافظ محمد شاهين، د غور ښاروالۍ د رسنيو د دفتر مسئول، ويلي چې دا پروژه د همدې ادارې له لوري عملي کېږي او موخه يې په هغو سيمو کې د تګ راتګ د حالت ښه کول دي چې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ وو.
نوموړي زياته کړه چې د جغلاچونې له بشپړېدو وروسته به د وسايطو او خلکو تګ راتګ په دې سيمو کې اسانه شي او د ترانسپورټ ځينې ستونزې به راکمې شي.
په همدې حال کې، د فيروزکوه د دوهمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او وايي چې مخکې له دې، د سړکونو د خرابېدو له امله رامنځته شوې خټه او ګِل خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې وې. د دوی په وينا، د دغو لارو جغلاچونه کولی شي د ورځني تګ راتګ بهير اسانه او موجودې ستونزې تر يوه بريده حل کړي.




