ټولنه‌یزمهم خبرونه

په کابل کې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره د پوهاوي کمپاین پیل شو

د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې او پېښو ته د رسیدنې ریاست په کابل ښار کې د اورلګېدنې د مخنیوي په پار یو نوی پوهاوی کمپاین پیل کړی دی. دا کمپاین لومړی د کارته نو په سیمه کې پلي شوی او موخه یې له برقي وسایلو او سون توکو د ناسمه کارونې له امله د پېښو کمېدل دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د کمپاین په لومړۍ ورځ ځانګړو ټیمونو مارکېټونو، دوکانونو او سوداګریزو مرکزونو ته تللي، زرګونه معلوماتي بروشورونه یې ویشلي او له لسګونو سوداګرو او کارکوونکو سره یې د اورلګېدو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي. یوازې په کارته نو سیمه کې له زر ښه زیات بروشورونه ویشل شوي او سلګونه سوداګرو ته له نېږدې روزنه ورکړل شوې ده.

په ویشل شویو بروشورونو کې د برقي وسایلو د سم کارونې، د ګاز او تېلو د خوندي ساتنې، د اور وژنې د تجهیزاتو د کارولو او د بیړني تخلیې طریقې تشریح شوې دي. همدا راز له خلکو غوښتنه شوې چې که د اورلګېدنې یا ورته پېښو سره مخ شي، نو له ۱۱۹ سره د اور وژنې او له ۱۰۱ سره له پولیسو سره اړیکه ونیسي.

د اور وژنې ریاست مسؤلین ټینګار کوي چې دا کمپاین به په مرحلې وار ډول د کابل په ټولو منډویو، مارکېټونو او سوداګریزو مرکزونو کې دوام ولري. دوی له خلکو غواړي چې د عامه خوندیتوب د ټینګښت او د اورلګېدو د پېښو د مخنیوي په برخه کې له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي.

سره له دې چې دا اقدام د پېښو د کمښت په برخه کې اغېزمن ګام ګڼل کیږي، خو د تخنیکي وسایلو نشتوالی، د روزل شويو ځواکونو کمښت او د پېښو پر وخت د چټک غبرګون کمزورتیا هغه ننګونې دي چې پرته له دې چې د طالبانو ادارې ورته جدي پاملرنه وکړي، د خلکو او سیمه‌ییزو مامورینو هڅې محدودولای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button