امنیت او پېښېمهم خبرونه
په کابل کې د میرعلم د بوټخرڅونې سرای اور تر اوسه مهار شوی نهدی

نن د يکشنبې سهار، د کابل ښار په مندوي سيمه کې د «ميرعلم» د بوټخرڅونې سرای اور واخيست. دا پېښه شاوخوا د سهار په څلور بجو پيل شوې او تر دادی د راپور د خپرېدو تر مهال دوام لري.
د سيمې د خلکو په وينا، د اوروژنې ډلې د اور د مهار لپاره ساحې ته رسېدلې دي، خو د اور پراخوالی او د دوکانونو نښتېدل له امله د اور مړکول په سستۍ مخ ته ځي او تر اوسه بشپړ کنټرول نهدی ترلاسه شوی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه سرای د مندوي له مهمو د بوټخرڅونې مرکزونو څخه دی او دغه اورلګېدنه کولی شي د دوکاندارانو مالي زيانونه زيات کړي، که څه هم تر اوسه د زيانونو د کچې په اړه کره شمېر نهدی اعلان شوی.
د دې اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه روښانه نهدی، او د طالبانو د ادارې اړوند چارواکو په دې برخه کې کوم معلومات نهدي ورکړي. پلټنې روانې دي څو د پېښې د څرنګوالي څرک معلوم شي.




