فنلنډ د ټرمپ د ځواکونو د لېږد غوښتنه رد کړه

د فنلنډ ولسمشر اعلان کړی چې هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره چې د هرمز تنګي ته پوځيان واستوي، موافق نه دی. دا دریځ د امریکا د یو شمېر متحدانو له مخالفتونو وروسته څرګند شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې فنلنډ د یوه دفاعي اتحاد برخه ده چې اصلي مأموریت یې پوځي بریدونه نه دي. د نوموړي په وینا، ناټو چې اوس ۳۲ غړي لري، د سړې جګړې تر پای وروسته د سولې د ساتنې ځینې مأموریتونه ترسره کړي دي، خو هغه مأموریتونه تل د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ توجیه کېدل.
د فنلنډ ولسمشر زیاته کړه چې اوسنی وضعیت له تېر حالت سره توپیر لري او دا نه شي کېدای د تېرو د سولې د ساتنې له عملیاتو سره ورته وګڼل شي.
تر دې وړاندې هم د ایټالیا، آلمان، برېتانیا، جاپان او استرالیا هېوادونو د امریکا د ولسمشر د غوښتنې مخالفت کړی و چې غوښتل یې د هرمز تنګي ته پوځیان واستوي. دا تنګی د ایران په سوېل کې پروت یو ستراتیژیک آبراه دی چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو مسیرونو شمېرل کېږي.




