په فیضآباد کې د محلي محصولاتو او لاسي صنایعو پنځه ورځنۍ نندارتون پرانستل شو

د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د محلي محصولاتو او لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د محلي صنعتکارانو د ملاتړ او د سیمه ییز اقتصاد د پیاوړتیا په موخه پرانیستل شو.
د نندارتون تنظیموونکي وایي، په دې نندارتون کې د بدخشان سلګونه ډوله محلي محصولات، لاسي صنایع او دودیز توکي په ۵۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي، ترڅو د دې ولایت بومي تولیدات خلکو ته ډېر وپېژندل شي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، زبیحالله امیري، ویلي چې د دې ډول پروګرامونو موخه د بدخشان لاسي صنایعو، محلي تولیداتو او فرهنګي میراثونو معرفي ده. هغه زیاتوي، یوه برخه هڅې د هغو لاسي صنایعو احیا ته ځانګړې شوې چې تېر کلونو کې له منځه تللي.
یو شمېر پلورونکي او صنعتکاران دا نندارتون د خپلو محصولاتو د معرفي او خرڅلاو لپاره ښه فرصت بولي. د بدخشان د غالینبافانو د اتحادیې رییس، عبدالعلي یفتلي، ویلي چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي، او کله نا کله بهرني لیدونکي هم دې نندارتون ته راځي، چې دا کار کولی شي د محلي بازار د پراخېدو لپاره مرسته وکړي.
په همدې حال کې، یو شمېر ښځینه متشبثینو د دې نندارتون هرکلی کړی او د طالبانو له ادارې یې غوښتي چې ښځو ته د اقتصادي فعالیتونو نور فرصتونه هم برابر کړي. له دغو متشبثینو څخه، نازدانه شهرستاني ټینګار کړی چې د نورو نندارتونونو جوړېدل کولی شي د ښځینه تولیداتو د کورني او بهرني بازار موندنې مرسته وکړي.
یو شمېر ګډونوالو مېرمنو غوښتنه کړې چې په بدخشان کې دې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ شي. دوی وایي، ځانګړي بازار ته د لاس رسي نشتوالی د ښځو اقتصادي او کاري فرصتونه محدود کړي او د داسې چاپېریال رامنځته کول به د دوی د ژوند وضعیت ته ښه والی راولي.
د نندارتون تنظیموونکي او ګډونوال په دې باور دي چې د دا ډول نندارتونونو دوام، د پایدارو ملاتړ کوونکو سیاستونو تر څنګ، کولای شي د بدخشان لاسي صنایع پیاوړي کړي او د صنعتکارانو اقتصادي وضعیت ښه کړي.




