مولانا فضلالرحمن: پاکستان باید له افغانستان سره خبرې وکړي

مولانا فضلالرحمن، د پاکستان د جمعيت علماي اسلام مشر، له خپل حکومت څخه غوښتي چې د روانو ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو لاره غوره کړي. نوموړي ويلي، له افغانستان او نورو ګاونډیانو سره خبرې اترې د تاوتريخوالي د کمولو او د سيمې د ناامنۍ د زياتېدو د مخنيوي اساسي لاره ده.
د پاکستان د لومړي وزير د دفتر د خبرپاڼې له مخې، شهباز شريف د سياسي ګوندونو له مشرانو سره يوه ناسته ترسره کړې ده، چې په ترڅ کې يې هغوی د سيمې له امنيتي وضعيت او د اسلاماباد له ديپلوماتيکو هڅو خبر کړي دي. په دې ناسته کې پر سيمهييزو تحولاتو او د بهرنيو اړيکو د سم مديريت په اړه هم بحث شوی دی.
لومړي وزير شهباز شريف په دغه ليدنه کې ويلي، د ايران او د خليج د هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي کمول د پاکستان د اساسي ديپلوماتيکو لومړيتوبونو له ډلې دي. د هغه په وينا، د سيمې ثبات د ګاونډيو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره خورا مهم دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې ګډونوالو پر ملي يووالي، سياسي اجماع او په اوسني حالت کې د ګډ دريځ پر ضرروت ټينګار کړی دی. خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند (PTI) له دغې ناستې ګډون څخه ډډه کړې ده.
د رپوټونو له مخې، مولانا فضلالرحمن وړاندیز کړی چې ټول سياسي ګوندونه بايد د ملي مهمو موضوعاتو په اړه د بحث برخه ګرځي. نوموړي څرګنده کړې چې له افغانستان او د سيمې له نورو هېوادونو سره خبرې «د شخړو د حل بنسټ» دی.
دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر پاکستاني سياستوال تل ټينګار کوي چې د امنيتي ستونزو حل بايد د افغانستان له لارې د متقابل تعامل له لارې ولټول شي، خو ځينې پوځي کړۍ په پاکستان کې د پوځي فشارونو د دوام اړخ نيسي. د افغانستان په اړه د چلند د طريقې پر سر دا نظر اختلافونه په تېرو کلونو کې د پاکستان د سياسي بحثونو يو مهم محور ګرځېدلی دی.




