فضلي: د شوروي له وتلو وروسته سياسي ناهماهنګۍ د افغانستان بنسټونه زيانمن کړل

په داسې حال کې چې د شوروي ځواکونو له افغانستانه وتلو اووه دېرشمه کليزه نمانځل کېږي، د جمهوريت دورې د رياستجمهورۍ د چارو پخواني رئيس، ډاکټر فضل محمود فضلي ويلي، له دې تاريخي پېښې وروسته د هېواد د سياسي بهيرونو تر منځ د يووالي د نه شتون له امله د افغانستان بنسټيز جوړښتونه له جدي زيان سره مخ شول.
هغه د دلوې شپږ ويشتمه چې د فبرورۍ له پنځلسمې سره سمون خوري، د «ملي نجات ورځ» وبلله او زياته يې کړه، که څه هم د شوروي ځواکونو وتل د افغان ولس د پراخ مقاومت پايله وه، خو تر هغې وروسته سياسي اختلافونه او کورنيو سياليو د دولتي او ملي جوړښتونو د کمزورۍ لامل وګرځېدل.
د فضلي په وينا، د بهرنيو لاسوهنو او له هغو سره د همغږيو ځواکونو تر څنګ، د ملي ځواکونو تيتپرک حالت دا سبب شو، چې د هېواد اقتصاد، سياست، ثبات، تاريخي هويت، کلتور، ټولنيز جوړښت او د حکومتدارۍ نظام له ژور تاوان سره مخ شي.
د تاريخي روايتونو له مخې، د شوروي له وتلو وروسته کورنيو جګړو او سياسي اختلافونو د هېواد بنسټيز تاسيسات، ملي ادارې او ګډ ارزښتونه له منځه يووړل، او افغانستان يوې نوې بېثباتۍ ته داخل شو.
اوس، نږدې څلور لسيزې وروسته، د جمهوريت يو شمېر پخواني چارواکي او ځيني افغان وګړي باور لري چې د طالبانو د ادارې بيا حاکميت د امريکا متحده ايالاتو سره د دوحې هوکړې پر بنسټ، پر هېواد د يو ډول سياسي تپل کېدو په معنا دی، او دا حالت د مشروعيت د اوږدې بحران او د واک په جوړښت کې د محدوديت د دوام نښه ګڼي؛ يوه موضوع چې لاهم د ټولنې د يو شمېر قشرونو تر منځ د بحث او اندېښنې ځای دی.




