اقتصادمهم خبرونه
د فیضاباد جوځګون برېښنا بند بيارغونه پيل شوې

د بدخشان د برېښنا رياست ويلي چې د فیضاباد ښار جوځګون برېښنا بند د څو کلونو تر درېدلو وروسته بيا د بيارغونې چارې په چټکۍ روانې دي.
د دې ادارې مشر حکمتالله انوري وايي، د رسوب حوض پاککول، د اوبو د بهير سيستم تنظيم او يو شمېر نورې تخنيکي چارې په منظم ډول دوام لري.
د هغه په وينا، دغه تخنيکي اقدامات د تصديو د بيا فعالولو په موخه ترسره کېږي او تمه ده چې جوځګون برېښنا بند به ډېر ژر بېرته د کار وړ شي.
د بدخشان د کوچنيو اوبو برېښنا بندونو فعالېدل د سيمې د برېښنا د تامين په برخه کې مهم رول لري او د دغه بند فعالېدل به د فیضاباد د اوسېدونکو د برېښنا يوه برخه اړتیا پوره کړي.




