امنیت او پېښېمهم خبرونه

په فارياب کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس وژل شوی او څلور تنه ټپيان شوي

د طالبانو تر اداره لاندې د فارياب امنيه قوماندانۍ ويلي، چې د دې ولايت د قيصار ولسوالۍ په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د يادې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د جمعې په ماښام د قيصار ولسوالۍ د نهرين په کلي کې رامنځته شوې ده. ويل شوي چې د موټر چلوونکي د نه‌پاملرنې له امله يو موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

چارواکو د ټپيانو د روغتيايي حالت او د قربانيانو د هويت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. د هېواد په ډېرو لارو او ولايتونو کې د چلوونکو د بې‌احتياطۍ، د سړکونو د خرابوالي او د منظمې څارنې د نشتوالي له امله ترافيکي پېښې لا هم د خلکو ژوند اخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button