مهم خبرونهنړیوال

فرید زکریا: د ټرمپ د حکومت د واک پراختیا د امریکا د تمدن بنسټونه کمزوري کړي

فرید زکریا، د امریکا پېژندل شوی لیکوال او شنونکی وايي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت اوسني سیاستونه هغه اصول کمزوري کړي چې د امریکا دموکراسي، ثبات او هوسا ژوند یې رامنځته کړی و. د هغه په باور، د دولت د واک زیات تمرکز د وګړو اساسي حقونه او د ادارو خپلواکي په جدي ډول تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

زکریا په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې بنسټیز اصول، لکه د وګړیو د حقونو تضمین، د قضایي قوې خپلواکي او د شخصي ملکیت حرمت، چې د لویدیځو ټولنو دیموکراتیک نظم د رامنځته کېدو شرط ګڼل کېږي، د ټرمپ د حکومت د اوسنیو سیاستونو له امله د زوال په حال کې دي.

هغه هغو پېښو ته اشاره کوي چې د ده په وینا د دولت د بې‌مهار واک د پراخېدو څرګندې نښې دي؛ لکه په مینیاپولیس ښار کې د هغو دوو وګړو وژل کېدل چې د اساسي قانون د لومړۍ تعدیل له مخې یې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو هڅه کوله، او همدا راز د فدرالي افسرانو له‌خوا د وګړیو بې له عدلي حکم نیول. زکریا دا کړنې د یو استبدادي پولیس‌محور جوړښت د رامنځته کېدو نښې بولي.

د دې لیکوال په باور، د ټرمپ حکومت په یو وخت کې پر مدني ټولنې، رسنیو، پوهنتونونو، غیر دولتي بنسټونو، حقوقي دفترونو او آن د خصوصي شرکتونو پر وړاندې پراخ جنگ پیل کړی، چې د هغه په اند، دا چلند د لویدیځو ټولنو له بنسټیزو ارزښتونو څخه واټن اخلي.

زکریا په اقتصادي برخه کې هم خبرداری ورکوي چې د امریکا دولت په بازارونو کې خپل تسلط پراخوي؛ داسې چې د شرکتونو مشران د امتیاز ترلاسه کولو یا د فشار منلو لپاره سپینې ماڼۍ ته رابلل کېږي. هغه وايي، دا بهیر د پانګوال نظام له یو سیالیز ډګر څخه یوې خویشاوندسالارې بڼې ته اړوي.

دا امریکایي لیکوال ټینګار کوي چې د لویدیځ تمدن برتري په نژاد پورې نه ده تړلې، بلکې په دې اصل ولاړ دی چې د دولت ځواک محدود وساتل شي او د وګړو حقونه خوندي پاتې شي. د ده په وینا، د امریکا تر ټولو لوی ګواښ دا مهال بهرني دښمنان نه دي، بلکې د ټرمپ د حکومت بې‌مهاره واک دی، چې د هغه په باور، د دې هېواد د تمدن د ریښتینې نړېدنې نښې ښکاره کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button