امنیت او پېښېمهم خبرونه
په فراه کې د کور د دېوال پرېوتو له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په ګورزنګ سیمه کې د سختو بارانونو له امله د يو استوګنیز کور دېوال نړېدلی دی، چې له امله يې دوه تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د سيمې د خلکو په وينا، دا پېښه نن پنجشنبه رامنځته شوې ده. د مړو کسانو له ډلې پلار او لور شامل دي، چې د نړېدلي دېوال لاندې راګير شوي وو. د فراهرود ولسوال ملا محمد صادق جهادمل وايي، په دې پېښه کې درې تنه نور سخت ټپیان شوي دي. د هغه په وينا، د ټپيانو په منځ کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي. د سیمهييزو چارواکو په خبره، ټپیان د فراهرود ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي. د دوی د روغتيا حالت تر اوسه په رسمي ډول نه دی روښانه شوی.




