د فراه والي د ایران سفر؛ د اقتصاد پر لوړتیا ټینګار، خو د هریرود اوبو په اړه چوپتیا

الحاج ملا محمد حافظ مجاهد، چې د طالبانو لهخوا د فراه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی، د سهشنبې په ورځ د عقرب په ۲۰مه د یوه پلاوي په مشرۍ د ماهیرود له پولې د ایران د خراسان جنوبی ولایت ته داخل شو.
نوموړي د ماهیرود سرحدي ترمینل له لیدنې او د دغه سرحدي سیمې د اقتصادي او بنسټیزو ظرفیتونو له ارزونې سره جوخت، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا یې خبرې وکړې.
سره له دې چې د فراه د والي د خبرو اصلي تمرکز وارداتو او صادراتو ته و، خو نوموړی څرګندآ د هریرود د حقالابه پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ له موجودو اختلافاتو یا د طالبانو ادارې لهخوا پر ایرانای تجارانو د لګېدلو محدودیتونو یادونه ونه کړه. د طالبانو مسوولین پخوا هم د ایران لپاره د اوبو د حقالابه د عملي تطبیق له یادونې څخه ډډه کړې ده.
د ایران د خراسان جنوبی والي هم د دواړو لورو ترمنځ د بنسټیزو پروژو، لکه د ماهیرود – فراه د لارې پراختیا او د ځانګړو اقتصادي زونونو په برخه کې د همکارۍ د ارزونې لپاره د ګډو ناستو د دوام خبر ورکړی. خو د «دواړو مسلمان ملتونو د دوستۍ» له ستایلو سره سره، ایرانیو چارواکو هم د پولهیزو اوبو یا امنیتي ننګونو په اړه له هر ډول جدي غوښتنو کولو ډډه وکړه.
د طالبانو د ادارې غړو مکرر سفرونه ایران ته داسې مهال ترسره کېږي چې یادې ادارې ته نړیواله مشروعیت نه ده ورکړل شوې؛ سره له دې، ځینې ایراني چارواکي له دې واقعیت څخه په سترګو پټولو سره، له طالبانو سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي، حتی که دا همکاري د ایران او افغانستان د خلکو د حقوقو د پاملرنې په بیه تمامه شي.




