په درې ولایتونو کې له دوه زرو ډېرې کروندګرې کورنۍ د غنمو د کرکيلو بستې ترلاسه کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بادغیس، هلمند او کندهار په ولایتونو کې له دوه زرو څخه زیاتو کروندګرو کورنیو ته د غنمو د کرکيلو بستې وېشل شوې دي. د دې کار موخه د کرنیزو تولیداتو پیاوړتیا او د دغو سیمو د خلکو د معیشت ښه والی بلل شوی دی.
دغه اداره د پنجشنبې په ورځ، د حمل په شپږمه نېټه، په خپل رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې دغه بستې د اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ په افغانستان کې وېشل شوې دي. د یاد سازمان په وینا، دغه مرستې داسې طرحه شوې دي چې کروندګر وکولای شي په راتلونکي کرنیز موسم کې ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، هر بسته کې ۵۰ کیلوګرامه اصلاحشوي د غنمو تخم، ۱۰۰ کیلوګرامه کیمیاوي سره، او د کرنې مسلکي زده کړې شاملې دي. د دغو زده کړو هدف د کروندې د حاصلاتو زیاتوالی او د ترلاسه کوونکو کورنیو لپاره د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ده.
دغه مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي چې په افغانستان کې ډېری کروندګري کورنۍ د پرلهپسې وچکالۍ او اقتصادي بحران له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. کارپوهانو څو ځل ټینګار کړی چې د بیړنیو مرستو تر څنګ، اړینه ده چې د طالبانو اداره د کرنې د سکتور د دوامدار ملاتړ او د کروندګرو د سرچینو او بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، څو له بهرنۍ مرستې څخه د هېواد تړاو راکم شي.




