ټولنه‌یزمهم خبرونه

فائو په افغانستان کې د غنمو د کرکيلې لسګونه زره بستې وېشلي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) اعلان کړی چې په روان ژمي موسم کې یې ۸۷ زره او ۴۰۰ د غنمو د کرکيلو بستې د افغانستان بېلابېلو ولايتونو کروندګرو ته، د کرلو له مناسب وخت سره سم، وېشلې دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه مرسته د اسیا د پرمختیايي بانک، اروپايي اتحاديې، د جاپان، سوېډن او برېتانیا حکومتونو او همدارنګه د نړيوال بانک په مالي ملاتړ برابره شوې ده. د دې پروګرام موخه د هېواد د خوړو د توليد د پیاوړتیا لپاره بېړه بشري مرسته او ملاتړ ښودل شوی دی.

فائو خبرداری ورکړی چې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په حال کې، د کروندګرو ملاتړ د خوړو د توليد لپاره يوازې یو پرمختيايي اقدام نه، بلکې يوه عاجله بشري اړتیا ده.

په داسې حال کې چې د افغانانو د ژوند او خوړو بحران په ډېرو سيمو کې دوام لري، منتقدان وايي چې د طالبانو اداره تراوسه نه ده توانېدلې چې کروندګرو ته د کرنې د ملاتړ، بازار موندنې او د منابعو د اغېزمن مدیریت دوامدار فرصتونه برابر کړي، هغه موضوع چې د هېواد د بهرنیو مرستو پر تړاو یې لا زياتوالی راوستی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button