اقتصادمهم خبرونه

فائو د خوړو نړېوالو بیو د لوړېدو خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (فائو) ویلي چې د خوراکي توکو نړيوال شاخص د مارچ په میاشت کې د تېر کال د سپتمبر له راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. دغه اداره خبرداری ورکړی چې که د منځني ختیځ شخړې، په ځانګړي ډول د ایران جګړه، دوام وکړي، نو د خوړو بیې ښايي لا هم لوړې شي.

د فائو مشر اقتصادي کارپوه، ماکسیمو توررو، ویلي چې د بیو وروستي زیاتوالی محدود و او دا زیاتوالی تر ډېره د تېلو د نرخونو د لوړېدو له امله راغلی دی. د نوموړي په وینا، د نړۍ په بازارونو کې د غلو کافي موجودیت تر اوسه د بیو له ناڅاپي لوړېدو مخه نیولې ده.

خو توررو خبرداری ورکړی چې که جګړې تر ۴۰ ورځو زیاتې دوام وکړي او د تولید لګښتونه لوړ پاتې شي، کروندګر ښايي د سرې او نورو تولیدي موادو کارول راکم کړي، د کرلو ساحې محدودې کړي او یا داسې نباتات وکري چې لږې سرې ته اړتیا لري. دا وضعیت کولای شي راتلونکی تولید اغېزمن کړي او د روان کال او راتلونکي کال د خوړو عرضه او بیې تر فشار لاندې راولي.

د فائو د راپور له مخې، د خوراکي توکو د بیو شاخص د مارچ په میاشت کې د فبرورۍ په پرتله ۲.۴ سلنه لوړ شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱ سلنه زیات دی؛ خو دا شاخص لا هم د مارچ ۲۰۲۲ له تاریخي لوړې کچې نږدې ۲۰ سلنه ټیټ پاتې دی، هغه مهال چې د اوکراین جګړه پیل شوې وه.

په غلو کې، د بیو شاخص ۱.۵ سلنه لوړ شوی چې دا زیاتوالی تر ډېره د نړیوالو بازارونو د غنمو د ۴.۳ سلنه لوړېدو پایله ده. په امریکا کې د کمزورې تولیدي کچې احتمالي وضعیت او په آسترالیا کې د لوړ سرې بیو له امله د کرلو د ساحې د کمېدو اټکل د دغې زیاتوالي اصلي لاملونه شمېرل شوي دي. د نړیوالو بازارونو د جوارو بیې هم لږ څه لوړې شوې، خو د نړیوالې زیاتې عرضې له امله د اندېښنو یوه برخه کمه شوې ده. په مقابل کې، د وريجو بیې د حاصلاتو د فصل او د وارداتو د تقاضا د کمېدو له امله ۳ سلنه راټیټې شوې دي.

د نباتي تیلو بیې هم ۵.۱ سلنه لوړې شوې او دا د دریم پرله‌پسې میاشتې لپاره د دغه شاخص زیاتوالی ښيي. د ناریال، سویا، لمر ګل او کینولا د تیلو بیې تر ډېره د انرژۍ د نرخونو د لوړېدو او د بایو سون توکو د زیاتې تقاضا له امله لوړې شوې دي. د ناریال تېل د ۲۰۲۲ د منځ له راپه دېخوا تر خپلې لوړې کچې رسېدلی دی.

همدارنګه، د شکر بیه په مارچ کې ۷.۲ سلنه لوړه شوې او د ۲۰۲۵ د اکتوبر راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د خام تېلو لوړېدل او د برازیل له خوا د نیشکر د یوې برخې د اتانول د تولید لپاره ځانګړېدل — چې نړۍ ته د شکر تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی — د دې زیاتوالي اصلي لاملونه بلل شوي دي. د غوښې بیې ۱ سلنه لوړې شوې چې دا زیاتوالی تر ډېره د اروپایي ټولنې د خوګ غوښې او د برازیل د غوایې غوښې د بیو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی، په داسې حال کې چې د چرګ غوښې بیې لږ راټیټې شوې دي.

په یوه جلا راپور کې، فائو د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړيوال غلو د تولید اټکل یو څه لوړ کړی او هغه یې ۳.۰۳۶ میلیارده ټنو ته رسولی، چې دا د تېر کال په پرتله ۵.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button