اقتصادمهم خبرونهمهم سرلیک

فائو: افغانستان د تودو او د لږو اورښتونو ژمي له خطر سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) خبرداری ورکړی چې افغانستان به د روان ژمي په موده کې د معمول په پرتله له تودو او د لږو اورښتونو له شرایطو سره مخ شي؛ هغه حالت چې کولای شي د اوبو د لاسرسي، کرنیزو تولیداتو او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې جدي ننګونې رامنځته کړي.

فائو د «فصلي اقلیم لید» تر سرلیک لاندې راپور کې چې د ۲۰۲۵ د ډسمبر څخه تر ۲۰۲۶ د فبرورۍ پورې میاشتې رانغاړي، ویلي چې د «لانینا» کمزورې بڼه د هېواد په ډېرو سیمو کې د اورښتونو کموالی او د هوا تودوالي زیاتوالی رامنځته کړی. د دې ادارې په وینا، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مرطوبه فصل د عادي حالت په پرتله وچه او ګرمه پیل شوې او د خاورې د رطوبت کمښت څو کاله پر له‌پسې دوام لري.

د راپور له مخې، د هېواد د واورو د زېرمو سطحه بې‌سارې ټیټه ده او د «واورې د اوبو معادل» کچه په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ټیټې درجې ته رسېدلې. دا وضعیت د هایدروولوژیک جدي خطر لامل ګرځي، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته چې د اوبو لګولو د غنمو پر کرنه او د واورو د ویلې کېدو پر سیستمونو تکیه لري. فائو ټینګار کړی چې آن که د ژمي په وروستیو کې اورښتونه ښه هم شي، د فصل په لومړیو کې رامنځته شوي کمښتونه به په بشپړ ډول جبران نه‌شي.

فصلي وړاندوینه څرګندوي چې د ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د عادي کچې څخه د کمو اورښتونو خطر لوړ دی، په ځانګړې توګه په شمالي، شمال ختیځو، لوېدیځو او د مرکزي لوړونو ولایتونو کې. همدارنګه اټکل شوی چې د لوړې ورځې تودوخې او د یخو شپو ترکیب به پر کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او زیان‌پذیرو ټولنو زیات فشار راولي.

فائو خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ دوام به د ژمي د للمي غنمو او اوربشو کره نېټه وځندوي او د ۲۰۲۶ کال حاصل به راکم کړي. په اوبه‌لګولو سیمو کې، د واورو کمښت د پسرلي په فصل کې د اوبو د کمښت خطر زیاتوي او د اوبو پر سر د سیالۍ او له مخه تر فشار لاندې ځمکنیو زیرمو پر تکیه لا پسې ډېروي.

د راپور له مخې، د څړځایونو او واښو وضعیت هم د خرابېدو په حال کې دی او د هغو ناوخته شنه کېدل به مالداران دې ته اړ کړي چې د اوږدې مودې لپاره پر زېرمه شوو علوفو تکیه وکړي. دا حالت کولای شي د څارویو روغتیا کمه کړي، د شېدو تولید راټیټ کړي او د ژمي په وروستیو او د پسرلي په لومړیو کې د څارویو د مړینې خطر زیات کړي.

د فائو او همکارو ادارو ګډې ارزونې ښيي چې د پرله‌پسې څو فصلونو د ناکافي اورښتونو او لوړ تودوخې له امله د هېواد کرنیز سیستمونه کمزوري شوي او ښايي میلیونونه افغان وګړي د ۲۰۲۵ د وروستیو او ۲۰۲۶ د لومړیو ترمنځ له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ کړي.

دا د ملګرو ملتونو اداره د اورښتونو، د واورو زېرمې او د کرنې وضعیت د نږدې څارنې پر اړتیا ټینګار کوي او له اړوندو بنسټونو غواړي چې پر وخت کرنیز ملاتړ، د اوبو د مدیریت ښه‌والي او د اقلیمي خطرونو د اغېزو د کمولو لپاره مخکیني اقدامات ترسره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button