FAO د بدخشان بزګرانو ته د اصلاح شوو غنمو تخمونو وېشو پیل کړ

د خوړو نړیوال سازمان (FAO) د افغانستان د غذایي خونديتوب د پیاوړتیا په موخه، د بدخشان ولایت بزګرانو ته د اصلاح شوو غنمو د تخمونو وېش پیل کړی دی.
دغه تخمونه چې له علمي پلوه تایید شوي، کولی شي د سختو اقلیمې شرایطو، لکه وچکالۍ پر وړاندې ښه مقاومت وکړي. غنم د افغانستان د اوسېدونکو لپاره له مهمو غذایي سرچینو څخه شمېرل کېږي او نږدې دوه پر درېمه برخه کالوري اړتياوې پوره کوي.
په افغانستان کې د ډېرو غنمو کرلې شوې ځمکې د ژمي غنم دي چې کرنه یې د میزان تر قوس پورې د بارانونو پر شتون متکي ده.
د اقلیمي بدلون د اغېزو زیاتېدو او په وروستیو کلونو کې د باران د کچې کمېدو له امله، بزګران د غنمو په تولید کې له پراخو ستونزو سره مخ دي. FAO وايي، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو له معرفي سره غواړي د حاصل ښه کېدو هیله ډېره کړي او د خلکو غذایي اړتياو پر ځان بسیاوالې زیات کړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د مؤثر کرنیز پروګرام نشتوالی دی، نړیوالې مرستې کولای شي د میلیونونو افغانانو د خوړو تامین کې مهم رول ولوبوي. افغانستان لا هم په دودیز زراعت ډېر متکي هېواد دی، او د حاکمو چارواکو له خوا د چاپېریال ساتنې او کرنیزو پالیسو پر وړاندې نهپاملرنه د کلیوالو اوسېدونکو زیانمنوونکی حالت لا پسې زیات کړی.




