ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

فائو: د افغانستان ډېری سیمې به د دوه اونیو لپاره له بارانه بې برخې وي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ویلي چې د فبرورۍ له ۲۳مې تر د مې تر لومړۍ پورې، د افغانستان ډېرې برخې به د وچ او بې بارانه هوا شاهدې وي. د دې وړاندوینې له مخې، د هېواد په کچه باران د عادي کچې نه کم اټکل شوی، او یوازې په ځینو شمالي او شمال ختیځ ولایتونو کې د لږو بارانونو احتمال شته.

دغه اداره خبرداری ورکړی چې له باران د کمښت ترڅنګ، د هوا منځنۍ تودوخه هم له عادي کچې لوړه وړاندوینه شوې ده. د تودوخې زیاتوالی کولی شي د واورو د ژر وېلې کېدو لړۍ چټکه کړي او د پسرلي وروستیو میاشتو لپاره د اوبه خور واورینې زېرمې راکمې کړي، چې دا موضوع د کرنې سکتور لپاره حیاتي اهمیت لري.

د راپور له مخې، سره له دې چې هوا نسبتا ګرمه ده، خو د شمال ختیځ، ختیځ او د مرکزي لوړ سيمو حد اقل تودوخه کېدای شي لا هم له صفري درجې سانتي ګراد څخه ټیټه شي. دا وضعیت په دې سیمو کې د موضعي یخبندانونو خطر ژوندی ساتي.

فائو زیاته کړې چې د وچ موسم دوام د هېواد په شمال کې د دیم کرنې په کمربند کې د وخت نه مخکې د رطوبت د کمښت احتمال زیات کړی دی. دا ډول شرایط کولی شي د کرنیزو حاصلاتو پر کیفیت اغېز وکړي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د موسمي بارانونو پر اوبو تکیه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button