اقتصادمهم خبرونه

FAO په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بازار موندنې د آسانتیا ګډې ډلې جوړوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) په افغانستان کې یو نوی پروګرام پیل کړی چې موخه یې د کروندګرو وړتیاوو پیاوړتیا او د دوی د محصولاتو بازار ته لاس‌رسی زیاتول دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری افغان کروندګر یوازې له ۰.۲ تر ۰.۴ هکتاره پورې ځمکه کرلای شي، او د نشتو امکاناتو، خرابو سړکونو او کمزورو بازارموندنیزو شبکو له امله، د خپلو کرنیزو تولیداتو په پلورلو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د دغو ننګونو د حل لپاره، FAO د «د کروندګرو د ګډو علاقو ډلې» (CIGs) په نوم نوې ډلې جوړې کړي دي. د دې ډلو غړي په منظم ډول غونډې کوي او خپل کرنیز مهارتونه او معلومات له یو بل سره شریکوي. برسېره پر دې، دوی مکلف دي چې خپلې کرنیزې چارې ثبت او تنظیم کړي، ابتدايي حسابداري مراعت کړي، مالي صندوقونه اداره کړي او خپلې تولیدات په ګډه بازار ته وړاندې کړي.

د FAO مسؤولین وایي، دا نوښت د کروندګرو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو، د تخنیکي مهارتونو لوړولو او د کرنه‌پالو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا هدف لري. دوی وایي چې دا اقدام، په ځانګړې توګه په اوسني وضعیت کې چې د طالبانو واکمنۍ د کلیو اقتصادي وده او د کار موندنې فرصتونه محدود کړي، د افغان کروندګرو د معیشت د ملاتړ لپاره اغېزناک ګام بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button