روغتيامهم خبرونه

فائو: افغانستان له خورا جدي او اندېښنه‌ناک لوږې سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) او د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې د لوږې د بحراني ټکو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د خوراکي خوندیتوب له «ډېرې اندېښنه‌وړ» کچې سره مخ دی.

په دې راپور کې افغانستان د کانګو دموکراتيک جمهوریت، میانمار، نایجیریا، سومالیا او سوریې ترڅنګ د خورا اندېښنه‌وړ وضعیت لرونکو هیوادونو په کتار کې راغلی دی. د هېواد په شمالي او لوېدیځې سیمو کې وچکالۍ د کرنیزو حاصلونو کمېدو او د څارویو لپاره د علوفې پر لاسرسي محدودیت راوستی، او د ختیځې سیمې وروستیو زلزلو ګڼې کورنۍ له خوړو بې برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو دغه دواړه ادارې وایي، په ټوله کې ۱۶ هېوادونه د خوراکي ناامنۍ له سخت وضعیت سره مخ دي او ښایي میلیونونه نور انسانان له لوږې یا جدي خوراکي بحران سره مخ شي. له افغانستان پرته، هایټي، مالي، فلسطین، جنوبي سوډان، سوډان او یمن هم له «نږدې‌کېدونکې فاجعه‌بارې لوږي» سره مخامخ دي.

په دې لړ کې د ۱۴ هېوادونو لپاره جګړې، تاوتریخوالی، اقتصادي بحرانونه، اقلیم‌بدلون او د بسیا مالي امکاناتو نه‌شتوالی د خوراکي ناامنۍ اصلي عوامل بلل شوي دي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د پراخې لوږې مخنیوي لپاره فرصت له لاسه روان دی.

د جدي بودجوي کمښت له ستر بحرانونو څخه ګڼل شوی. د راپور له مخې، د ۲۹ میلیارد ډالرو اړتیاوو څخه چې تر اکتوبر ۲۰۲۵ پورې باید برابر شي، تر اوسه یواځې ۱۰.۵ میلیارد ډالر برابر شوي، چې له امله یې پر مهمو مرستو سخت اغېز شوی. دغه وضعیت د کډوالو او زیانمنو خلکو لپاره د خوراکي مرستو وېش محدود کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د مالي سرچینو د نشتوالي له امله، په یو شمېر هېوادونو کې حیاتي پروګرامونه، لکه د ښوونځیو تغذیه بنده شوې ده. دغه کار ماشومان، بې‌ځایه شوی کورنۍ او پناه‌ غوښتونکي تر ډېرو ګواښونو لاندې راوستي.

په افغانستان کې د طالبانو اداره، د خلکو د سختو اقتصادي شرایطو پر وړاندې بې‌پامې پاتې شوې او د خوړو د بحران په مدیریت کې ناکامه شوې ده. د دغې ادارې سرکوبه کوونکو سیاستونو او له نړیوالې ټولنې سره د رغوونکي تعامل نشتوالي وضعیت نور هم خراب کړی دی. په داسې حالت کې د طالبانو چوپتیا او بې‌غورېتوب د خلکو کړاوونه لا زیاتوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیه مشر، سندي مک‌کین خبرداری ورکړي چې د لوږې بحران د مخنیوي وړ دی، خو دا کار سیاسي ارادې، ژر مالي ملاتړ او بې‌خنډه بشري لاسرسي ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې هر ډول ځنډ به بې‌ثباتۍ، مهاجرت او شخړو ته لاره هواره کړي.

په پای کې، فائو او د خوړو نړیوال پروګرام له دولتونو، مرسته کوونکو هېوادونو او همکارو بنسټونو غوښتي چې مخکې له دې چې بحران فاجعه وګرځي، عاجل اقدام وکړي او د امنیتي وضعیت په اړه د نړیوالو خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button