سياستمهم خبرونه

فایق: د فقـر او محرومیت تر سیوري لاندې، افغانان عید او نوروز ته ښه راغلاست وایي

نصیر احمد فایق، د افغانستان دایمي استازیتوب سرپرست په ملګرو ملتونو کې ویلي چې د سږ کال د کوچني اختر او نوروز جشنونه په داسې حال کې را رسېږي چې د هېواد خلک له ژورو اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي. هغه ټینګار کړی چې میلیونونه افغانان له سختو معیشتي ستونزو سره مخ دي او د وضعیت د ښه کېدو هیله تر اوسه نه ښکاري.

فایق د جمعې په ورځ، د کب په ۲۹مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا پنځم پرله‌پسې کال دی چې د طالبانو له‌خوا د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو دروازې پر نجونو تړلې پاتې دي. نوموړي دغه محدودیتونه د نجونو د زده‌کړې پر حق پراخ بندیزونه بللي او ویلي یې دي چې دا وضعیت جدي کورني او نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

هغه زیاته کړې چې په همدې موده کې ښځې د کار له حق څخه هم بې‌برخې شوي او تر ۲۳ میلیونه ډېر کسان په افغانستان کې د بشري مرستو اړ دي. د فایق په باور، فقر، بې‌کاري، د راتلونکي په اړه ناهیلي او ناامني هغه ستونزې دي چې لا هم د پراخېدو په حال کې دي او د هغوی فشار په مستقیم ډول د کورنیو پر اوږو دروند واقع شوی دی.

د افغانستان دایمي استازیتوب سرپرست همدارنګه هغو کورنیو ته اشاره کړې چې د پاکستان وروستیو بریدونو کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي یا ټپیان شوي دي. هغه دا بریدونه «غیراسلامي او غیرانساني» بللي او ویلي یې دي چې ځینې کورنۍ لا هم د خپلو شهیدانو او ټپیانو د غم پر مهال کې ژوند کوي.

فایق په پای کې د کوچني اختر او نوروز د را رسېدو په مناسبت د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې نوی کال دې دایمي سولې، د کړاوونو پای او د هېواد د نوي پرمختګ پیل ته لاره هواره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button