اروپايي مشران د ټرمپ د ګرېنلېنډ په اړه خبرداری ورکوي

د فرانسې ولسمشر، د آلمان صدراعظمه او د ایټالیا، پولنډ، هسپانیې، برېتانیا او ډنمارک لومړی وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو او دریځ په تړاو غبرګون ښودلی او د ګرېنلېنډ د خلکو د برخلیک ټاکلو پر حق يې ټينګار کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د شمالي قطبې امنیت د اروپا لپاره بنسټیزه لومړيتوب ګڼل کېږي او دا موضوع يوازې د اروپا پر براعظم پورې اړوند نه ده، بلکې د نړيوال او د اتلانتيک دواړو اړخيز امن لپاره حياتي ارزښت لري. اروپايي مشران یادونه کوي چې ناټو په څرګنده توګه د شمالي قطبې سيمه د خپلو امنیتي لومړيتوبونو برخه ګرځولې او غړیو هېوادونو خپله حضور او فعالیتونه هلته زیات کړي دي.
په اعلامیه کې زياته شوې چې اروپايي هېوادونو د خپلو نورو متحدانو سره يوځای پانګونه او حضور په شمالي قطب کې پراخ کړی تر څو دا سيمه خوندي پاتې شي او له احتمالي ګواښونو مخنیوی وشي. اعلامیه څرګندوي چې د ډنمارک پادشاهي، چې ګرېنلېنډ پکې شامل دی، د ناټو يو غړی هېواد دی.
د دغو هېوادونو مشران ټينګار کوي چې د شمالي قطبې امنیت بايد په ګډه توګه او د ناټو متحدانو، په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو، د همکارۍ په چوکاټ کې تأمين شي، او دا چاره باید د ملګرو ملتونو د منشور د بنسټيزو اصلونو لکه ملي حاکميت، د خاورې بشپړتيا او د پولو مصونيت ته د درناوي په رڼا کې ترسره شي. د اعلامیې په پای کې راغلي چې ګرېنلېنډ د دغه سيمې د خلکو ملکيت دی او يوازې ډنمارک او ګرېنلېنډ حق لري چې د دې سيمې د راتلونکې او اړوندو مسئلو په اړه پریکړه وکړي.




