مهم خبرونهنړیوال
د اروپایي هوايي شرکتونو د منځني ختیځ ځینو الوتنو لغوه کول

یوشمېر ستر اروپایي هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د منځني ختیځ د امنیتي اندېښنو له امله یې خپلو ځینو مقاصدو ته الوتنې لغوه یا بندې کړې دي.
ایر فرانس تایید کړې چې خپلې الوتنې تلابیب او دوبۍ ته د سیمهییزو امنیتي بدلونونو له امله بندې کړې دي. دغه شرکت ویلي، د دغو الوتنو د بیا پیل نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.
بریتیش ایر ویز هم اعلان کړی چې خپلې شپې الوتنې دوبۍ ته درولې دي او ټینګار یې کړی چې د امنیتي بدلونونو څارنه په دوامداره توګه کوي. دغه شرکت زیاته کړې چې که اړتیا وي، د الوتنې د بدیلو لارو انتخابونه به وڅېړي.
په عین وخت کې، د هالنډ «کې الام» شرکت ویلي چې خپلې الوتنې د اسراییلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم بندې کړې دي. دغه پرېکړې په داسې حال کې شوې چې د منځني ختیځ په ځینو برخو کې امنیتي وضعیت لا هم بېثباته بلل کېږي.




