دوهم سرلیکمهم خبرونهنظرونه

اروپا د طالبانو له رژيم سره د تخنيکي همکارۍ تر کرښې پورې رسېدلی؟

تېرې اوونۍ رسنيو راپور ورکړ چې د شاوخوا ۲۰ اروپايي هېوادونو له استازو جوړ ۲۰ کسيز پلاوی، چې په کې د بلجيم، آلمان، اتريش او سوېډن استازي هم شامل وو، افغانستان ته سفر کړی دی.

د بلجيم د کډوالو ادارې رئيس «فردي روزمونت» چې د دغه پلاوي غړی دی، ويلي د سفر موخه دا ده چې د هغو افغان کډوالو د هويت تخنيکي ارزونې وشي، کوم چې د اروپايي مهاجرتي قوانينو له مخې بايد اروپا پرېږدي.

په تېر څو کلونو کې يو شمېر افغان اتباع چې په اروپايي هېوادونو کې د جرم مرتکبين ګرځول شوي او د هېواد پرېښودو حکمونه يې ترلاسه کړي، د هويت د ستونزو او د انتقال د عملي ميکانيزم نشتون له امله لا هم په اروپا کې پاتې دي. دا وضعيت د اروپايي ادارو لپاره د پام وړ فشار پرېښی او د مهاجرت په سياست کې يو دوامدار چلنج ګرځېدلی.

د لومړي نظر له مخې، د اروپايي پلاوي سفر کابل ته يو اجرايي اړخ لري، ځکه د هغو کسانو د اخراج قانوني او امنيتي اندېښنې د اروپايي حکومتونو لپاره مهمې دي، او پرته له لږ تر لږه تخنيکي اړيکو د دغې ډلې د ستنېدو زمينه برابرول ناشوني ښکارېږي. خو د ټولنيزو شبکو غبرګونونه ښيي چې ډېری افغانان دا سفر يوازې يو تخنيکي تعامل نه بولي، بلکې دا يې د طالبانو د تدريجي رسمیت پېژندنې بهير يوه برخه ګڼي.

د طالبانو له نظره، د اروپايي پلاويو هرکلی د اټکل وړ ستراتيژۍ يوه برخه ده. دغه ډله يوازې هغه وخت له بهرنيانو سره خبرې کوي چې خپل سياسي کنټرول او امتيازات خوندي کړي. طالبان له دغو تعاملاتو نه د کورني او نړيوال مشروعيت د پياوړتيا لپاره ګټه اخلي، او له همدې امله لنډ، خو تکراري او پړاوې خبرې ترجيح ورکوي. د تخنيکي غوښتنو ځنډول هم د همدې ستراتيژۍ يوه برخه بلل کېدای شي؛ د تماسونو د دوام او د سياسي، اقتصادي او امنيتي امتيازاتو د ګټلو لپاره.

د افغانستان دننه د طالبانو دا چلند ښه پېژندل شوی او ډېری شنونکي باور لري چې اروپايي هېوادونه هم د دې تاکتيک نه بې‌خبره نه دي. خو د دوامداره خبرو او لږ لږ امتياز ورکولو له امله دا شک پياوړی شوی چې اروپا، شعوري يا ناخبره، د طالبانو د غير رسمي رسمیت‌پېژندنې په لور روانه ده.

په اروپا کې افغان ديپلوماتيک استازولۍ چې وروستيو مياشتو کې د طالبانو له خوا وړاندیز شوي ديپلوماتان منلي، د دغې پروسې يوه بېلګه ګڼل کېږي. د برلين سفارت، د بن قونسلګري او د اسلو سفارت په همدې چوکاټ کې د طالبانو استازي منلي، حال دا چې د پاريس، لندن، روم، وين، بروکسل او سټاکهولم په څېر ښارونو کې د افغانستان ځينې سفارتونه تړل شوي دي.

په دې تړاو د امريکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (SIGAR) او د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندويه ماموريت (UNAMA) راپورونه هم يادونه کوي چې مالي تاديې له کابل سره منظمې دوام لري، او دا د ځينو شنونکو له نظره د طالبانو له رژيم سره د نړيوالې ټولنې عملي تعامل ښيي.

سره له دې، د طالبانو رسميت حتی په غير رسمي بڼه هم د لوېديځو هېوادونو دننه له جدي خنډونو سره مخ دی. طالبان کلونه د تحريمونو لاندې يوه تروريستي ډله ګڼل کېدل او لا هم ډېر مشران يې د بشري حقونو د سرغړونو له تورونو سره مخ دي. برسېره پر دې، د تېرو څلورو نيمو کلونو کړنې يې، په ځانګړي ډول د ښځو او اقليتونو په برخه کې، د اروپايي اتحاديې له ارزښتونو سره ناسازګارې دي.

له همدې کبله، د تخنيکي تعامل دوام پرته له دې چې د اجرايي همکارۍ او سياسي پېژندنې ترمنځ کرښه روښانه کړي، ښايي د طالبانو د غير رسمي مشروعيت لامل شي. دا به د تعامل او رسمیت ترمنځ توپير لا زيات ستونزمن کړي او له کورنيو او نړيوالو نيوکو سره به مخ شي. که اروپايي هېوادونه هم پر دې ټينګار وکړي چې دا اړيکې يوازې انساني يا تخنيکي دي، طالبان کولای شي له همدې خبرو د “محدود مشروعيت” په توګه ګټه واخلي، چې ګڼ نړيوال لوبغاړي به يې د مشروعيت‌ورکونې يوه بڼه وګڼي او سياسي پايلې به ولري.

په پای کې، اروپا چې د بشري حقونو له ستر ملاتړ کوونکو ګڼل کېږي، د يوې سختې پرېکړې مخې ته ولاړه ده: يا به د خپلو ارزښتونو پر ساتلو ټينګار کوي او يا به د امنيتي او اداري اندېښنو له مخې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي. که دا اړيکې د طالبانو د عملي رسمیت‌پېژندنې په څېر تعبير شي، دا به د خلکو پر باور، هم په افغانستان او هم نړيواله کچه، منفي اغېز ولري او په اروپا کې به سياسي فشارونه او نوي امنيتي چلنجونه رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button