مهم خبرونهنړیوال

اروپايي اتحاديې د غزې د محدوديتونو بشري پایلو په اړه خبرداری ورکړ

اروپايي اتحاديې د هغو جدي بشري پایلو په اړه خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د مرستندويه ادارو د فعاليتونو د دوامدارو محدوديتونو له کبله رامنځته شوي دي، او له اسراییله یې غوښتي چې موجود خنډونه لرې کړي. دغه اتحاديه ټينګار کړی چې د دې حالت دوام د ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

په هغه اعلاميه کې چې د اروپايي اتحاديې له لوري خپره شوې، د اسراییلو له کابینې غوښتل شوي چې د نړيوالو غېر دولتي سازمانونو د ثبت قانون بيا وڅېړي. د اتحاديې په وینا، د دې قانون عملي کول په عمل کې د غزې په سيمه کې د بشردوستانه سازمانونو مؤثر فعاليتونه له خنډونو سره مخ کړي او د خلکو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو وړتيا یې راکمې کړې ده.

اروپايي اتحاديې خبرداری ورکړی چې یاد محدوديتونه ښايي ځينې مرستندوي سازمانونه دې ته اړ کړي چې د فلسطيني سيمو پرېښودو ته اړ شي؛ يو اقدام چې پايله به يې د خورا ضروري مرستو لکه خوړو، درملو، څښاک اوبو او سرپنا د رسولو درېدنه وي.

په بلې برخې کې راغلي چې د غزې او لويديځې غاړې بشري اړتیاوې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي، او که د تېرېدونکو لارو پرانيستل او د عاجلو مرستو امن او پراخ لاسرسی تضمين نه شي، د ملکي خلکو حالت به لا پسې خراب شي.

اروپايي اتحاديې همدارنګه غوښتنه کړې چې د نړيوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د فعاليتونو پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړل شي او ټینګار یې کړی چې د دغو محدوديتونو دوام، د ژمي له فصل او د بنسټيزو زيربناوو له ويجاړتیا سره يوځای، د ملکي وګړو کړاوونه په څرګنده توګه زياتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button