دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ ته ټینګار وکړ

د ښځو له نړیوالې همبستګۍ د ورځې سره هممهاله، یو شمېر نړیوالو چارواکو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د افغانستان د ښځو رول په ټولنه کې برجسته کړ او د دوی د حقونو او توانمندۍ د دوامداره ملاتړ غوښتنه یې وکړه. دا ملاتړ په داسې حال کې ډېر مهم ګڼل کېږي چې د افغانستان ښځې له پراخو محدودیتونو سره د ژوند او کار په برخو کې مخ دي.

ورونیکا بوسکوویچ پوهار، چې په کابل کې د اروپايي ټولنې سرپرسته ده، د افغانستان د راتلونکې په جوړښت کې د ښځو رول «حیاتي» وباله او ویې ویل چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا یوازې یو حقوقي بحث نه دی، بلکې د هېواد د اقتصادي ثبات او مقاومت لپاره هم بنسټیز اهمیت لري. د هغې په وینا، د ښځو ونډه باید په عملي ډول هم څرګنده شي.

ریچارد لیندزي، چې د بریتانیا ځانګړی استازی دی د افغانستان لپاره، وویل چې هېواد یې د افغانستان له ښځو او نجونو سره ولاړ دی. هغه ټینګار وکړ چې د ښځو حقونه د کورنیو، ټولنې او د افغانستان د راتلونکې لپاره بنسټیز ارزښت لري، او بریتانیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د هغوی د ملاتړ د بهرنۍ پالیسۍ په محور کې د ساتلو ژمنه لري.

په همدې وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د خوړو په تولید او د کورنیو د بنسټونو په پیاوړتیا کې د ښځو له رول څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د ښځو پرمختګ د ټول افغانستان د پیاوړتیا مانا لري. دې ادارې ښځې د هېواد د خوړو امنیت اصلي ستنې وبللې.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) په افغانستان کې وویل چې هغه پراخې ستونزې چې ښځې، په ځانګړې توګه د کورنیو سرپرستې، ورسره مخ دي، باید عادي ونه ګڼل شي. دا اداره زیاتوي چې د ښځو لپاره د بشردوستانه مرستو له لارې د خوړو او اساسي اړتیاوو ته لاسرسی کولی شي د بدلون زمینه برابره کړي.

دا دریځونه په داسې حال کې څرګندېږي چې د طالبانو اداره له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ښځو پر زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ محدودیتونه چې د نړیوالې ټولنې له پرله‌پسې غبرګونونو سره مخ شوي دي. سره له دغو نیوکو، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې د ښځو حقونه د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو څخه دي او دوی هڅه کوي هغه خوندي وساتي؛ داسې ادعا چې په عین وخت کې د ښځو له ډېرو بنسټیزو حقونو د عملي محرومیت تر سیورې لاندې مطرح کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button