مهم خبرونه

د اروپايي هیئت او د طالبانو ادارې خبرې د افغان پناه‌جويانو د شړلو په اړه

د بلجیم د دولتي رسنۍ «بی‌.آر‌.اف» د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې شاوخوا د شلو غړیو هېوادونو استازي تېرې اوونۍ کابل ته ولاړل څو د افغان پناه‌جويانو د بېرته شړلو د بهیر د بیاپیل په اړه خبرې اترې وکړي. دغه خبرې د هغو کسانو پر بېرته ستنولو متمرکزې وې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې په اروپا کې رد شوي، قانوني استوګنه نه لري يا د جنايي قضیو له امله محکوم شوي دي.

په دې پلاوي کې د بلجیم د بهرنیو وګړو د چارو رییس فِریدي روزمونت هم شامل و، چې له نورو اروپايي استازو سره یې کابل ته سفر کړی و. د دې سفر موخه دا بلل شوې چې له د طالبانو ادارې سره د پناه‌جويانو د شړلو په برخه کې د عملي همغږۍ لارې وڅېړل شي.

اروپايي اتحادیې د شړلو د بهیر د اسانتیا لپاره له د طالبانو ادارې سره خبرې پیل کړي، څو دا اداره د هغو کسانو هویت تایید کړي چې له اروپا بېرته استول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره نړیوال مشروعیت نه لري او له هغې سره تعامل تل د بشري حقونو د اندېښنو سره مل وي.

د بلجیم د پناه‌جويانو او مهاجرت وزارت ویلي، د طالبانو ادارې اروپايي پلاوي ته ویلي چې د دغه کسانو د هویت د تثبیت په بهیر کې د همکارۍ چمتووالی لري. سره له دې، د مهاجرو د حقونو دفاع کوونکو بنسټونو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د پناه‌جويانو بېرته افغانستان ته استول، چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، کولای شي هغوی له جدي امنیتي او ټولنیزو خطرونو سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button