د اروپايي اتحادیې او تاجیکستان غونډه کې د افغانستان حالاتو ته پاملرنه شوې

د اروپايي اتحادیې او تاجیکستان د همکارۍ شورا یوولسمه ناسته پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شوه، چې په کې د افغانستان پر وضعیت پام وړ تمرکز وشو.
د اروپايي اتحادیې په رسمي اعلامیه کې راغلي چې دا ناسته د تاجیکستان او قبرس د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ جوړه شوې وه. په ناسته کې د بشري حقونو، د قانون حاکمیت، اقتصادي او امنیتي همکاریو، انرژۍ او د افغانستان پر وضعیت تفصیلي خبرې وشوې.
اعلامیه زیاتوي چې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر امنیت، په ځانګړې توګه د افغانستان روان کړکېچ او پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
سیاسي شنونکي وايي، تاجیکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، کولای شي د اروپايي اتحادیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د بیا رغونې منځګړی او اسانتیا راوستونکی رول ولوبوي.
یوسف امین زازی، د سیاسي چارو کارپوه ویلي چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ارتباط پُل دی او موقعیت یې د سیمې هېوادونو، په تېره بیا د اروپايي اتحادیې، د ګټو لپاره مهم دی. هغه زیاته کړې چې اروپايي اتحادیه هڅه کوي د منځنۍ آسیا سره خپلې اړیکې پراخې او سوداګریز تبادلات پیاوړي کړي.
معینګل سمکنی، بل سیاسي کارپوه، تاجیکستان یو فرصت بللی چې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره ونښلوي. نوموړي ویلي چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې کولای شي له اروپا او نورو هېوادونو سره تعامل پیاوړی کړي.
په ورته مهال، عزیز معارج، پخواني دیپلوماټ، ټینګار کړی چې د اروپايي اتحادیې او تاجیکستان غونډه کې د افغانستان پر وضعیت تمرکز د افغانستان د خلکو په ګټه تمامیږي او له نړیوالې ټولنې د پام راجلبولو لامل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې څلور کاله کېږي له کله چې طالبانو بیا په افغانستان واک تر لاسه کړی، د اروپايي اتحادیې هېڅ غړي هېواد د طالبانو واکمن اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې هم افغانستان کې سفارتونه یا کنسلګرۍ طالبانو ته سپارلي. یوازې په جرمني کې د طالبانو له لوري دوه استازي د افغانستان په قونسلګرۍ کې حضور لري، هغه هم د ناقانونه او مجرم کډوالو د ایستنې د بهیر د اسانتیا لپاره.




