د مهاجرینو خبرونهدوهم سرلیکمهم خبرونه

د اروپايي اتحادیې ملاتړ د نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له بهیر سره

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د اروپايي اتحادیې په مالي ملاتړ، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نږدې ۵۰۰ زره کسانو د بېرته ستنېدو او د هغوی د قبلولو او رسیدګۍ بهیر ملاتړ شوی دی.

د دې ادارې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د بېرته ستنېدونکو له ملاتړ سره یو وخت، له ۷۸ زرو څخه زیاتې ښځې او نجونې د ملاتړ پروګرامونو او د خوندیتوب مداخلې له لارې تر پوښښ لاندې راوستل شوې دي. دغه اقدامات د زیان‌منونکو د کمزورتیا د راکمول او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي د پیاوړتیا لپاره ترسره شوي دي.

همدارنګه ویل شوي چې له ۵۷ زرو څخه زیات کسان د هېواد د ټولو ۳۴ ولایتونو په کچه د څارنې له پروګرامونو له لارې ارزول شوي دي. د دې ارزونو موخه د بیړنیو اړتیاوو پېژندل او د ټولنیزو خوندیتوب مېکانیزمونو پیاوړتیا بلل شوې ده.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د کډوالو د ستنېدو پراخ څپې تجربه کړي دي. نړیوالو بنسټونو تل ټینګار کړی چې د بېرته ستنېدونکو لپاره دوامدار ملاتړ او د هغوی د بیا ادغام زمینه برابرول د بشري کړکېچونو د مخنیوي لپاره حیاتي اهمیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button