اروپايي اتحاديه د افغان مېرمنو د اقتصادي پروژو ملاتړ اعلان کړ

اروپايي اتحاديې اعلان کړی چې د «نړۍ ته نارنجي رنګ ورکړئ» تر نوم لاندې نړيوال کمپاین په چوکاټ کې، له هغو پروژو ملاتړ کوي چې موخه یې د افغانستان د ښځو او نجونو اقتصادي توانمندي ده. دا ځانګړې هڅه د کوچنیو او منځنیو شرکتونو (MSMEs) په برخه کې د ښځو د مشارکت هڅونې او د دوی د اقتصادي مقاومت د پیاوړتیا پر محور تمرکز لري.
اروپايي اتحاديې ټينګار کړی چې فقر او د بنسټيزو زېربناوو نشتوالی، تر ټولو زیات فشار پر ښځو او نجونو واردوي. له همدې امله د ښځو د اقتصادي شاخصونو پياوړي کول کولی شي د دوی له تاوتریخوالي او ټولنیزو نابرابریو سره د مقابلې وړتیا زیاته کړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د ښځو ته زده کړې، کار او اقتصادي مشارکت ته سیستماتیک محدودیت وضع شوی، دا ډول نړیوال ملاتړونه کولی شي د ښځو د ټولنیز مشارکت په ساتنه کې اغېزمن رول ولوبوي.
د افغانستان مېرمنو په تېرو دوو لسیزو کې اقتصادي او ټولنیز برخو کې مهم پرمختګونه کړي وو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دا لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ شوي. د نجونو او ښځو پر کار او زده کړې محدودیت نه یوازې د بشر حقونو پر اصولو خلاف دی، بلکې د ټولنې د اقتصادي ودې پر وړاندې هم جدي خنډ ګڼل کېږي.




