اروپايي اتحاديه پر افغانو ښځو او نجونو د ملاتړ دوام ته ژمنه وکړه

اروپايي اتحاديه يو ځل بيا د افغانو ښځو او نجونو لپاره د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار کړی دی. دا څرګندونې د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د شپاړلس ورځنۍ مبارزې د پاى مراسمو پرمهال وشوې، چې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) سره په افغانستان کې په ګډه ترسره شوې وې.
په دې غونډه کې څو تنو افغانو ښځو او نجونو خپلې شخصي تجربې او نظرونه د شته ستونزو او د روڼ سبا د هيلو په اړه له ګډونوالو سره شريک کړل.
د اروپايي اتحاديې استازو په دغه مراسمو کې وويل چې دوی به د افغانو ښځو او نجونو ملاتړ ته په ښوونه او روزنه، روغتيا، شخصي سکتور، او ټولنيزو او فرهنګي برخو کې دوام ورکړي. دوی له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د ونډې د پياوړتيا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي، په ځانګړي ډول په اوسني سختو حالاتو کې.
ياده غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې د طالبانو ادارې لخوا د ښځو پر کار، زدهکړو او ټولنيز حضور پراخ محدوديتونه لا هم دوام لري. څارونکي وايي، د نړيوالو بنسټونو له خوا د افغانو ښځو پر حقونو ټينګار د دې هېواد د بشري او ټولنيزو حقونو د خراب وضعيت په اړه د نړيوالې اندېښنې څرګندونه ده.




