ټولنه‌یزمهم خبرونه

اروپايي اتحاديې په افغانستان کې د بېرته راګرځېدونکو لپاره نوی تعلیمي پروګرام پیل کړ

اروپايي اتحاديې د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او تعلیمي سازمان (یونسکو) سره په همکارۍ په افغانستان کې یو نوی تعلیمي پروګرام پیل کړی، چې موخه یې د سواد او مهارتونو د لوړولو له لارې بېرته راګرځېدونکو او د هغوی کوربه ټولنو ته د زده‌کړې فرصتونه برابرول دي.

دغه نوښت چې په ټول افغانستان کې د راستانه شوو افغانانو او کوربه ټولنو اړتیاوو ته په پام سره طرحه شوی، زرګونو افغانانو ته به د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

اروپايي اتحاديې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دغه مالي مرسته به د ژوند لپاره اړینو مهارتونو په ترلاسه کولو او د دوامداره معیشت په تأمین کې مرسته وکړي. د چارواکو په وینا، دا پروګرام د افغان وګړو د اقتصادي خپلواکۍ د پیاوړتیا او د بشري مرستو پر ځای د اوږدمهاله حللارو پر لور د تګ په برخه کې د اروپايي اتحاديې پرله‌پسې هڅو یوه برخه ده.

سره له دې چې دا پروګرام د نړیوالو موسسو له‌خوا پر مخ وړل کېږي، خو د طالبانو له‌خوا د تطبیق پر وړاندې ډېر محدودیتونه شتون لري. طالبانو تل د زده‌کړې پر آزاد لاسرسي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، بندیزونه لګولي چې دا چاره د نړیوالو ملاتړو موسسو اندېښنې پارولې دي.

منتقدان باور لري څو چې طالبان له زده‌کړې سره په ځانګړي ډول د ټولنې له نیمایي برخې سره د سخت‌دریځ سیاستونو پای ته نه‌رسوي، تر هغې به نړیوالې پانګونې دایمي پایله ونه‌لري. یونسکو او اروپايي اتحاديه ټینگار کړی چې هڅه به وکړي زده‌کړه هغو زیان‌منو شویو ډلو ته لومړیتوب ورکړي، چې په‌کې ښځې، نجونې او بېرته راګرځېدونکي شامل دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button