دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

اروپايي ټولنې او آلمان افغانستان ته ۷ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

اروپايي ټولنې او آلمان اعلان کړی چې دوی په ګډه توګه افغانستان ته د بشري مرستو او اقتصادي پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۷ میلیونه یورو نوې مرسته ځانګړې کړې ده. دا مرسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د یوه ژور انساني بحران سره مخ دی.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، آلمان د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲ میلیونه یورو ورکړي دي. دا صندوق د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) تر څارنه لاندې کار کوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.

له همدې سره، د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د مالي منابعو د سخت کمښت له امله اړ شوی خپله غذايي مرسته په پراخه کچه راکمه کړي. دا چاره له میلیونو اړمنو افغانانو سره د لوږې او خواړو د خوندیتوب د نه شتون خطر زيات کړی دی.

په عین وخت کې، اروپايي ټولنې اعلان کړی چې له نړیوالې مالي مؤسسې، چې د نړي بانک له مربوطه ادارو څخه ده، سره یې د ۵ میلیونه یورویی تړون لاسلیک کړی دی. دا تړون د «په افغانستان کې د خصوصي سکتور د ثبات» لپاره ترتیب شوی چې موخه یې د خلکو د ژوند ملاتړ د اقتصادي فعالیتونو له لارې بېرته راژوندي کول دي.

د اروپايي ټولنې نمایندګۍ په کابل کې اعلان کړی چې دا پروګرام به له راتلونکي میاشتې پیل او د ۴۲ میاشتو لپاره دوام ومومي. خو کارپوهان ټینګار کوي چې پرته له سیاسي ثبات، د وګړو د حقونو تضمین او د طالبانو له خوا لګول شوو پراخو محدودیتونو د لرې کېدو پرته، دا پروګرامونه به له جدي ننګونو سره مخ وي.

د دې مرستو ترڅنګ، یو شمېر شنونکي باور لري چې له افغانستان سره د اروپا زیاته پاملرنه د دې امله ده چې اروپايي هېوادونه له افغانستان څخه د خلکو د یوه نوي کډوالۍ څپې په اړه اندېښمن دي. لویدیځو هېوادونو مخکې ویلي چې غواړي د کابل له واکمنې ادارې سره په همغږۍ یو شمېر افغان مهاجر خپل هېواد ته ستانه کړي؛ یوه پرېکړه چې پراخې بشري اندېښنې یې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button