اروپايي اتحادیه د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره لس میلیونه یورو ځانګړي کړل

اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې لس میلیونه یورو نوې بودجه به د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام دوهم پړاو د پيل لپاره ځانګړې کړي. دغه پروګرام به د ښځو د عايداتي فرصتونو د رامنځته کولو او د هغوی د معیشت د پياوړتيا پر تمرکز سره، د پراخو اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو په شرایطو کې پلي شي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دا پروګرام به د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) او يو شمېر ځايي بنسټونو په همکارۍ عملي شي. د دې پروګرام موخه د ښځو د اقتصادي رول عملي ملاتړ دی، په ځانګړي توګه په هغو سيمو کې چې له اقتصادي پلوه شاته پاتې دي. اروپايي اتحادیې ويلي چې د دې پړاو د پلي کولو تړون له UNDP سره لاسليک شوی او د تطبیق لپاره يې څو ولايتونه ټاکل شوي دي.
د اروپايي اتحادیې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژه به له اسلامي شريعت او محلي کلتور سره سم مالي ميکانيزمونه ولري، او ورسره به د کاروبار د ودې ملاتړ، د لارښوونې يا منتورشیپ پروګرامونه او د ښځينه متشبثینو د بازارونو سره نښلول هم پکې شامل وي.
فريبا نوري، د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مشره، دا مرستې د هغو ښځو لپاره مهمې بللې چې تازه يې د سوداګرۍ ډګر ته لار موندلې. هغې ويلي، دغه ډول ملاتړونه کولای شي د هغو ښځو عاجلې اړتیاوې پوره کړي چې د خپلو کورنيو نانوېستل دي او د کورنيو اقتصادي وضعيت د ښه والي سبب شي.
په همدې حال کې، يو شمېر ښځينه متشبثينې په کابل کې وايي، سره له دې چې د طالبانو لهخوا په ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه لګېدلي، دا ډول نړيوالې مرستې کولای شي زرګونه افغان ښځو ته د کار دوام او نسبي ځانبسياينې فرصت برابر کړي.
دوی ټينګار کوي چې د نړيوالو بنسټونو تر څنګ، اساسي مسووليت د طالبانو د ادارې پر غاړه دی، ترڅو د محدودیتونو له منځه وړلو او د اړينو اسانتیاوو د برابرولو له لارې د ښځو د اغېزمن حضور زمينه برابره کړي؛ هغه موضوع چې تر اوسه په جدي توګه نده پاملرنه شوې.
اسما شريفۍ، چې يوه ښځينه متشبثه ده، وايي سره له ټولو ننګونو، ښځې د اقتصاد په روان بهیر کې مهم رول لري، او که مالي او حقوقي ملاتړ ته لاسرسی ولري، نو کولای شي د محلي اقتصاد په پياوړتيا کې د پام وړ ونډه ولري. زينب، بله متشبثه ښځه، هم د لومړني پانګې او د دولتي بنسټونو د همکارۍ شتون د ښځو د وړو کاروبارونو د دوام لپاره اړین بللی دی.




