اروپايي اتحاديې د روسيې کنګل شوې شتمنۍ بېمهاله بندې اعلان کړې

د اروپايي اتحاديې مشرانو پرېکړه کړې چې د روسيې هغه شتمنۍ چې د اوکراين د جګړې له پيل وروسته کنګل شوې وې، به د نامعلوم وخت لپاره بندې پاتې شي. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسئوله، کایا کالاس، ويلي چې دا پرېکړه د مسکو پرضد د فشار زياتولو په موخه شوې او تر هغو به دوام ومومي، څو روسيه د سولې خبرو اترو ته په جدي ډول غاړه نه وي ايښې.
د يادې اتحاديې د مشرتابه شورا مشر، انتونيو کوشتا، هم په وروستۍ ناسته کې ټينګار کړی چې اروپايي هېوادونه ژمن دي، دغه شتمنۍ به تر هغه وخت خوشې نه کړي، تر څو چې روسيه خپله جګړه په اوکراين کې پای ته ونه رسوي. د هغه په وينا، دا ګام د سياسي او اقتصادي فشار د ساتنې لپاره د ګډو هڅو يوه برخه ده.
په ورته وخت کې، د آلمان صدراعظم، فردریش میرتس، هم يادې پرېکړې ته هرکلی ويلي او ويلي يې دي چې هېواد به يې تر هغې د روسيې د شتمنيو د بند ساتنې ملاتړ وکړې، څو چې مسکو اوکراين ته تاوان ورنه کړي.
له دې وړاندې، د «پوليتيکو» خبري آژانس راپور ورکړی و، چې د جي۷ اروپايي غړي پر جاپان او امريکا فشار راوړي، څو د روسيې د شتمنيو د مصادرې بهير پيل کړي. له روسيې سره د جګړې له پيل راهيسې، اروپايي اتحاديې، امريکا، کاناډا او جاپان شاوخوا ۳۰۰ ميليارده ډالر د روسيې شتمنۍ کنګل کړې دي، چې زياته برخه يې په اروپا کې ساتل کېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که هر ډول د روسيې د شتمنيو ضبط ترسره شي، نو مسکو به ورته غبرګون وښيي او تلافي به يې کړي. له دې سره، د برېتانيا او بلجيم لومړي وزيرانو په يوه تازه کتنه کې د دې کنګل شويو شتمنيو د کارولو او د اوکراين د بيا رغونې لپاره له هغو څخه د ګټې اخيستو پر سر خبرې کړې دي.




