سياستمهم خبرونه

د اروپايي اتحاديې استازي د طالبانو له چارواکي سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې

ژيل برتراند، چې نوي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړی استازی ټاکل شوی، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له لومړي مرستيال محمد نبي عمري سره ليدنه کړې او له هغه سره يې د هېواد پر روان وضعيت، ټولنيز ثبات او د امنيت د ټينګښت پر بهير خبرې کړې دي.

په دې ليدنه کې چې د برتراند مل پلاوی هم ورسره و، دواړو لورو د نشه‌یي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي، او همداراز د هېواد د زيانمنو شويو اوسېدونکو لپاره د بديلو معيشتي پروګرامونو په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي عمري د اروپايي اتحاديې له خوا د بشري مرستو د دوام قدرداني کړې او د افغان کډوالو د ستنېدو او ملاتړ په برخه کې يې د دغهې اتحاديې د همکاريو د دوام غوښتنه کړې ده.

نوموړي په عين وخت کې د اقتصادي بيا رغونې او له ناقانونه عوايدو څخه د وابستګۍ د کمولو لپاره د نړيوالې ټولنې پر وړاندې مهم رول ته هم اشاره کړې ده.

د اروپايي اتحاديې استازي هم ويلي چې دغه اتحاديه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو او د ثبات لپاره د همکارۍ ژمنتيا لري.

خو څارونکي وايي، د بشري حقونو د تضمين نشتوالی او د طالبانو له خوا لګول شوي محدوديتونه، د دې ادارې او نړيوالې ټولنې تر منځ د دوامدارو اړيکو د پراختيا پر وړاندې لوی خنډونه دي.

اروپايي اتحاديې تر دې وړاندې په خپلو ناستو کې پرله‌پسې د ښځو د حقونو، د رسنيو د آزادۍ او د ټولو قومونو د واقعي ګډون غوښتنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button