سياستمهم خبرونه

د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل

ژيل برتران، د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړی استازی، په خپل تازه سفر کې کابل ته تللی او هلته يې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي او خبرې کړي دي. د طالبانو د ادارې په وينا، ښاغلي برتران په دې ناسته کې د بېرته راګرځېدلو مهاجرینو د منلو او د طالبانو د وروستیو فعالیتونو مننه کړې او ژمنه یې کړې چې د اروپايي اتحادیې مرسته به له افغانستان سره دوام ولري.

طالبانو ويلي، د اروپايي اتحاديې استازي اقتصادي همکاریو، په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې غواړي بهرني لوي شرکتونه دې د پانګونې لپاره افغانستان ته وهڅوي.

متقي بیا له اروپايي اتحادیې غوښتي چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ لپاره “مثبت ګامونه” واخلي او له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړي.

د طالبانو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو د اړیکو د ساتلو او داسې لیدنو د دوام هوکړه کړې، خو د اروپايي اتحادیې پلاوي تر اوسه د دې کتنې په اړه څرګندونې نه دي کړې.

دا د ښاغلي برتران دویم سفر دی چې له دندې وروسته یې کابل ته ترسره کوي. سره له دې چې د اروپايي اتحادیې بشري او تعلیمي مرستې دوام لري، خو د دې ټولنې او د طالبانو د ادارې ترمنځ رسمي لیدنې د حساسیتونو سره مخ دي، ځکه چې اروپايي اتحاديې تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

اروپايي اتحاديې په تېرو څو کلونو کې خپلې مرستې د پوهنې، روغتيا او د بېرته راستنېدونکو مهاجرينو د ملاتړ پر برخو متمرکزې کړې دي. دې اتحادیې تازه يو ۴.۵ میلیونه یورويي پروګرام هم پیل کړی، چې موخه یې د زده کړو او بېرته راګرځېدونکو ملاتړ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button