دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د اروپايي اتحادیې د فطر د اختر مبارکي پیغام د افغانستان خلکو ته

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازولۍ د فطر د اختر د رارسېدو په مناسبت په یو پیغام کې د افغانستان خلکو ته اختر مبارکي ویلې او د افغان کورنیو لپاره یې د سولې، ارامتیا او خوښۍ هیله څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ د چهارشنبې ماښام، د حوت په ۲۷مه، په ایکس ټولنیز شبکه کې لیکلي چې د شوال د میاشتې د سپوږمۍ د لیدو او د مبارک رمضان د پای ته رسېدو سره هممهاله، خپل تودې مبارکۍ هر افغان ته وړاندې کوي. د اروپايي اتحادیې په پیغام کې راغلي چې دا مناسبت کولای شي د ټولو لپاره د روڼوالي او هیلو یو نوی پړاو پیل کړي.

اروپايي اتحادیه همدارنګه ټینګار کړی چې «نن او هره ورځ» د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او خپل ملاتړ به دوامدار وساتي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېری اوسېدونکي د اقتصادي بحران او پراخو محدودیتونو له امله له جدي معیشتي ستونزو سره مخ دي.

له هغه وروسته چې د طالبانو اداره یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوه، فقر او بې‌کاري په څرګنده توګه زیاته شوې ده او ګڼ شمېر کورنۍ د مذهبي مراسمو، په ځانګړي ډول د فطر د اختر، د لمانځلو توان نه لري. نړیوالو بنسټونو څو واره ټینګار کړی چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام اړین دی، هغه موضوع چې د هېواد په کچه د میلیونونو خلکو لپاره حیاتي بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button