ټولنه‌یزمهم سرلیک

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو لپاره شپږ ميليونه يورو پانګونه کوي

اروپايي ټولنې د نړيوالې زده‌کړې د ورځې په مناسبت اعلان کړی چې د «FAKHR» پروژې له لارې به په افغانستان کې د ماشومانو د لوړ معيار زده‌کړې د برابرولو په موخه شپږ ميليونه يورو پانګونه وکړي. دا مالي مرسته پر هغو ماشومانو تمرکز لري چې د زده‌کړې له محدوديتونو ډېره اغېزه ليدلې ده.

د اروپايي ټولنې د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ، دغه برنامه به هغو ماشومانو ته ملاتړ برابروي چې له ښوونځي پاتې دي، همدارنګه هغو نجونو او ماشومانو ته چې معلوليت لري او په وروستيو کلونو کې له جدي تعليمي خنډونو سره مخ شوي دي. دغه ټولنه ټينګار کړی چې اصلي موخه يې د ټولو ماشومانو لپاره د مساوي زده‌کړې فرصت برابرول دي.

اروپايي ټولنې زياته کړې چې د دې پروژې په چوکاټ کې به تعليمي چاپېريالونه داسې طرحه شي چې خوندي، د جنسيت له نظره ځواب ويونکي او د زده‌کړې له پلوه د معياري کيفيت لرونکي وي؛ دا موضوع د افغانستان د اوسني وضعيت او د طالبانو د ادارې له‌خوا د لګول شوو محدوديتونو په رڼا کې ځانګړې ارزښت لري.

ياده نړيواله ټولنه همدارنګه ويلي چې د بېلابېلو پروګرامونو او د همکارو بنسټونو په همغږۍ سره په ټوله افغانستان کې هڅه کوي څو هېڅ ماشوم له زده‌کړې بې‌برخې پاتې نه شي. اروپايي ټولنه دا ملاتړ د خپل دوامدار ژمنتيا نښه بللې ده چې غواړي په افغانستان کې تعليم ته وده ورکړي.

له دې مخکې اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې ۲۵ ميليونه نور يورو به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) له لارې د افغانستان د زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button