مهم خبرونهنړیوال

د شمالي کوريا کروز توغندی ویشتل د ټرمپ د سویلي کوریا له سفر سره هممهاله

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د آسیا او آرام سمندر اقتصادي همکاریو غونډې د ګډون لپاره سویلي کوریا ته سفر کړی، شمالي کوریا د سه‌شنبې په ورځ د دغه هېواد لوېدیځو ساحو څخه سمندري کروز توغندي ویشتي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې دا توغندي عمودي ویشتل شوي او شاوخوا دوه ساعته او لس دقیقې یې د ټاکل شوې لارې په اوږدو کې الوتنه کړې تر څو خپل ټاکلي هدفونه وولي. ویل شوي چې د دې ازموینې پر مهال د دغه هېواد مشر، کیم جونګ اون، حضور نه درلود.

د شمالي کوریا د مرکزي نظامي کمیسیون مرستیال، پاک جونګ چون، ویلي چې دغه ازموینه د هېواد د ذروي ځواک د پیاوړتیا د پراختیا له پروګرام سره سم ترسره شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې د دې توغندیو د ویشتلو اساسي موخه دا ده چې د هېواد یرغلګري وړتیاوې ثابتي شي او د مخنیوي ځواک ډېر شي.

هغه ټینګار کړی چې مؤثر دفاعي ځواک یواځې هغه مهال رامنځته کېږي کله چې پر پرمختللو یرغلګرو وړتیاوو ولاړ وي او پر دې یې هم ټینګار کړی چې د ذروي نظامي ظرفیتونو پرلپسې پیاوړتیا یوه اړینه اړتیا ده.

د سویلي کوریا د نظامي چارواکو په وینا، د یاد هېواد پوځ د سه‌شنبې له غرمې وروسته درې بجې د لوېدیځ سمندر په اړه کې د توغندیو خوځښتونه مشاهده کړي او دا مهال د ازموینې د جزییاتو ارزونه روانه ده. همداراز د همدې ورځې په ترڅ کې د سویلي کوریا سمندري ځواکونو د “چوی هیون” او “کانګ ګان” ویجاړونکو بېړیو سره تمرینونه ترسره کړي او ویې ویل چې نوي عملیاتي دندې ورته ټاکل شوې دي، څو د دوی جنګي وړتیاوې لوړ شي.

ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سویلي کوریا “ګیونګجو” ښار ته داخل شو، ترڅو د نورو هېوادونو له مشرانو او سوداګریزو مشرانو سره د دې نړیوالې غونډې برخه شي. نوموړي خبریالانو ته ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به له شمالي کوریا سره رسمي خبرې اترې ترسره شي.

ټرمپ همدا راز پلان لري چې د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره هم وګوري او خبرې اترې وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button