اروپايي اتحاديې د افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات لپاره نوې پروژه پيل کړه

اروپايي اتحاديې د نړيوالې مالي ادارې (IFC) په همکارۍ د «افغانستان د خصوصي سکتور د ثبات» پروژه پيل کړې چې موخه يې په هېواد کې د کارموندنې فرصتونونو رامنځته کول او د ټولشموله اقتصادي پرمختګ ملاتړ دی.
د دې پروژې د رسمي اعلان له مخې، نوښت ياد شوی په افغانستان کې د دندو رامنځته کولو، پانګې ته د لاسرسي اسانولو او د کاري ظرفيتونو لوړولو تمرکز لري، او په ځانګړې توګه له هغو تجارتي بنسټونو او شرکتونو ملاتړ کوي چې د ښځو، بېرته راستانه شوو کډوالو او کورنيو بېځايه شوو لخوا اداره کېږي.
دا نوښت په داسې حال کې پيلېږي چې د طالبانو د ادارې تر واک لاندې افغانستان له پراخو محدوديتونو، پانګونې د کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، او ډېری هېوادوال، په ځانګړې توګه ښځې، له اقتصادي فعاليتونو کې له مؤثر ګډون څخه محرومې پاتې دي.
نړيوالو بنسټونو تر دې وړاندې څو څو ځله ټينګار کړی چې که چيرې د اقتصادي فعاليت لپاره خوندي، شفاف او عادلانه فضا برابره نه شي، نو د افغانستان د خلکو د ژوند د ښهوالي او دايمي ثبات لپاره هڅې به له جدي خنډونو سره مخ شي.




