اروپايي اتحاديه: ميليونونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د اروپايي اتحاديې د آسيا او اوقيانوسيه لپاره د بشري مرستو څانګې ويلي چې په افغانستان کې له ۲۱ ميليونو زيات خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې دا موضوع د دغه هېواد د ميليونونو اوسېدونکو عامه روغتيا له جدي ګواښ سره مخ کوي.
يادې ادارې د يکشنبې په ورځ، د “ايکس” ټولنيزې شبکې له لارې يو پيغام خپور کړی او ويلي يې دي چې اروپايي اتحاديه د خلکو لپاره د پاکو اوبو د اسانتياوو برابرولو په موخه، په يو شمېر سيمو کې د اوبو پمپونه لګولي او څاګانې يې کندې دي.
د پاکو اوبو ته لاسرسی د ژوند له بنسټيزو اړتياوو څخه ګڼل کېږي او د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې مهم رول لري، خو په وروستيو کلونو کې د زيربناوو کمښت او اغېزمن پلان نشتوالي د ډېرو کورنيو لپاره ستونزې زياتې کړې دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د عامه خدماتو مديريت پر غاړه لري، د مرستندويه بنسټونو له خوا په وار وار ټينګار شوی چې د لومړنيو خدماتو، په تېره بيا د څښلو اوبو د برابرېدو په برخه کې پاتې راتلل د خلکو پر ورځني ژوند زيات فشارونه اچولي او د بهرنيو مرستو پر وابستهتيا يې زياتوالی راوستی دی.




