د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

اروپايي اتحاديه د افغان کډوالو د خوندي ستنېدو پر اصولو ټينګار وکړ

اروپايي اتحاديه او پاکستان په بروکسل کې د خپلې ګډې کمېسيونې پنځلسمې ناستې پر مهال د افغانستان وضعيت او د دغه هېواد بشري اړتياوې وڅېړلې او د افغان ښاريانو د بېرته ستنېدو پر اصولو تمرکز وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، اروپايي اتحاديې څرګنده کړې ده چې د افغان اتباعو هر ډول ستنېدل له پاکستانه افغانستان ته بايد په امن، د انساني کرامت له مخې او د نړيوالو معيارونو پر اساس ترسره شي. دا څرګندونې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د روانو شرايطو له امله جدي بشري اندېښنې راولاړوي.

اروپايي اتحاديې همدارنګه د پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ روانو خبرو هرکلی کړی، دغو خبرو موخه د آسيب منونکو کسانو پېژندنه او ثبت بلل شوی څو اړين ملاتړ ورسره وشي.

کارپوهان وايي، د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د نړيوالو معيارونو ټينګار د نړيوالې ټولنې هغه اندېښنې څرګندوي چې له بېړه ستنېدو سره ممکن هغه هېواد ته مخ شي چې لا هم د بشري کړکېچونو، پراخو محدوديتونو او د اتباعو د حقونو د کافي تضمين د نشتوالي له ستونزو سره مخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button