اقتصادمهم خبرونه
د امارات اتحاد الوتکه شرکت له افغانستان سره الوتنې پيل کړې

د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د امارات متحده عربي دولت تړاو لرونکې نړيواله هوايي شرکت «اتحاد» د لومړي ځل لپاره خپلې الوتنې افغانستان ته پيل کړي دي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې شرکت لومړۍ الوتکه د جمعې په ورځ، د حوت ۲۹مه، د هېواد په يوه هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې اتحاد شرکت هره اوونۍ څلور الوتنې افغانستان ته او له افغانستانه ترسره کړي. لا تر اوسه د دغو الوتنو د دقيقو لارو او هدف هوايي ډګرونو په اړه زيات جزئيات نه دي خپاره شوي.
اتحاد د سيمې له سترو هوايي شرکتونو څخه شمېرل کېږي چې مرکز يې په ابوظبي کې دی او لسګونو هېوادونو ته الوتنې کوي. د دې شرکت د فعاليت پيل په افغانستان کې کولای شي د هوايي ترانسپورت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو په تګ راتګ کې مهم رول ولوبوي.




