اردوغان: ترکیه به د ایران، اسرائیل او امریکا جګړه کې برخه نه اخلي

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې هېواد به یې د ایران، اسرائیل او د متحده ایالاتو ترمنځ روانو نښتو کې برخه وانخلي. هغه وویل، د انقرې لومړیتوب دا دی چې ترکیه له دغو ترینګلیو حالتو لیرې وساتي. اردوغان ټینګار وکړ چې ترکیه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړه چمتووالی لري.
د سیمهییزو رسنیو د راپور له مخې، دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د ترکیې چارواکو د درېیم بالستیک توغندي د شنډولو خبر ورکړی و، هغه توغندی چې د چارواکو په وینا د ترکیې هوایي حریم ته ویشتل شوی و. اردوغان وویل، ټول مخنیوي اقدامات د ترکیې د هوایي حریم د خوندیتوب لپاره نیول شوي دي، څو د تېرو شپو د پېښو تکرار ونه شي.
د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې د افطار په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه د سیمې حالت له نږدې څاري.
په همدې حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوالو ځواکونو هر ډول د ترکیې لوري ته د توغندیو ویشتل رد کړي او څرګنده کړې یې ده چې تهران پر ګاونډي هېواد هېڅ برید نه دی کړی. همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې ځینې کړنې ښايي د ایران او ګاونډیانو ترمنځ د ترینګلتیا رامنځته کولو لپاره طرحه شوې وي.




