دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

اردوغان د طالبانو او پاکستان د خبرو ملاتړ وکړ

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره د لېدنې پر مهال، په استانبول کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د روانو خبرو اترو ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي چې انقره به په دې بهير کې فعالې څارنې او منځګړيتوب ته دوام ورکړي.

اردوغان د پاکستان د وروستيو ناامنيو او بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت سره د دغه هېواد د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل شوي دي. هغه ټينګار وکړ چې د دواړو غاړو ترمنځ د اوربند ساتل د سيمې د ثبات لپاره حياتي اهميت لري. نوموړي دا هم زياته کړه چې ترکيه هڅه کوي د خبرو دوام ته زمينه برابره کړي.

د ترکيې د ولسمشرۍ دفتر په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دا خبرې د اردوغان او د پاکستان د لومړي وزير ترمنځ د لېدنې پر مهال شوې دي، او ترکيه د افغانستان او سيمه‌ييزو چارو پرمختګونه له نږدې څاري.

د يادولو ده چې په وروستيو اونيو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ دوه پړاوونه خبرې د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره شوې دي. سره له دې چې دغه ليدنې يو ګام د تاوتريخوالي کمېدو په موخه بلل کېږي، تراوسه پورې کوم عملي توافق نه دی شوی او د افغانستان او پاکستان پر پوله تاوتريخوالی دوام لري.

د طالبانو حکومت له هغه وخته راهيسې چې بيا پر افغانستان واکمن شوی، د امنيت په ټينګولو او له ګاونډيو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو په ټينګښت کې له پراخو انتقادونو سره مخ دی. دا مهال پر دغه حکومت د دې لپاره چې له اسلام‌آباد سره تاوتريخوالی راکم کړي، سيمه‌ييز فشارونه زيات شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button