اردوغان: د نتانیاهو کړنې به په غزه کې بېځوابه پاتې نه شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ضد په کلکو څرګندونو کې ویلي چې د هغه کړنې په فلسطین، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې، بېځوابه نهشي پاتې کېدای. اردوغان نتانیاهو ته د «دې عصر فرعون» خطاب وکړ او ټینګار یې وکړ چې هغه څه چې نن په غزه کې روان دي، د بشریت په وجدان کې به تلپاتې پاتې شي.
د ترکیې د ولسمشر په وینا، د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د فلسطینیانو د ملاتړ پراخې صحنې، په ځانګړې توګه د استانبول په ګالاتا پله کې لویه غونډه، دا ښيي چې فلسطینیان د ظلم او تاوتریخوالي پر وړاندې یوازې نه دي پرېښودل شوي. نوموړي دا ولسي ګډون د عامه افکارو د حساسیت څرګندونه وبلله چې د غزې وضعیت ته پام لري.
اردوغان د غزې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د بېکوره ماشومانو د کړاوونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا دردناکه انځورونه به د نړیوال وجدان په حافظه کې ژوندی پاتې شي، او د دې وضعیت اخلاقي او انساني مسوولیت به د عاملینو پر غاړه وي. نوموړي زیاته کړه، بېعدالتي او د مظلومانو کړاوونه به ژر یا ناوخته د مسوولینو غاړې ته ورورسیږي.
د ترکیې ولسمشر همدارنګه وویل چې انقره به غزې ته د بشري مرستو لېږل جاري وساتي او د فلسطیني ولس د حقونو په ملاتړ خپل ثابت دریځ ساتي. هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به د دې دریځ له امله د سیاسي فشارونو پر وړاندې شا نهکوي.
اردوغان په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې راتلونکې دوشنبې به له د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړي. د هغه په وینا، په دې خبرو کې به د فلسطین موضوع او د اوکراین کړکېچ وڅېړل شي او د دواړو لورو ترمنځ پرې تبادله نظر وشي.




