مهم خبرونهنړیوال

اردوغان د ایران پر ضد بریدونه غیرقانوني وبلل او د اوربند غوښتنه وکړه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريکا او اسرائيلو هغه بريدونه چې پر ايران ترسره شوي، غيرقانوني وبلل او د اوربند او سيمې ته د ارامتيا د بېرته ستنېدو پر اړتيا يې ټينګار وکړ. هغه وويل، د انقرې لومړيتوب د جګړو درول او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو پيلول دي.

اردوغان دا څرګندونې په انقره کې د عدالت او پرمختګ د ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې وکړې. ده زياته کړه چې ترکيه د ايران د ولس په درد او کړاو کې ځان شريک بولي او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د حالاتو له امله يې ژوره خواشيني وښوده.

د ده په وينا، ترکيې په ټولو سطحو کې خپلې ديپلوماټيکې اړيکې زياتې کړي، څو د اوربند د رامنځته کولو او د ثبات د بېرته راګرځېدو زمينه برابره شي. اردوغان څرګنده کړه چې هېواد يې نه غواړي د روژې په مياشت کې د جګړو او شخړو د پراختيا شاهد وي.

د ترکيې ولسمشر خبرداری ورکړ چې که د تاوتريخوالي د کنټرول لپاره لازم ګامونه پورته نه شي، نو پايلې به يې د سيمې او آن د نړۍ امنيت اغېزمن کړي. هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ چې دغه بريدونه له قانوني مشروعيت څخه برخمن نه دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button