اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یوه تلیفوني تماس کې غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې اوربند ټينګ او دواړه هېوادونه دې بېرته د ډیپلوماسۍ لارې ته را وګرځي. دا تماس په داسې حال کې شوی چې د پاکستان له هوايي بریدونو څخه پر افغانستان یوه اوونۍ تېره شوې ده.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې، اردوغان د سه شنبې په ورځ (۱۳ حوت) ټینګار کړی چې د ډیپلوماټیکو خبرو بیا پیل به د کړکېچ د پراختیا مخه ونیسي او د شخړې د هواري زمینه به برابره کړي. هغه همدارنګه د انقرې چمتووالی څرګند کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له هر ډول همکارۍ سره تیار ده.
اردوغان په دې تماس کې د پاکستان وروستۍ ترهګریزې پېښې غندلې او له اسلاماباد سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د ترکیې د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی. خو د ترکیې د ولسمشرۍ په رسمي اعلامیه کې د هغو افغان ملکیانو د تلفاتو یادونه نه ده شوې چې د پاکستان د هوايي بمبار په پایله کې وژل شوي دي.
ولسمشر اردوغان د ډیورنډ کرښې پر اوږدو روانو تاوتریخوالو ته په اشارې ویلي چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د ټينګښت په بهیر کې رول ولوبوي. د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه لانجمنه پوله ده چې تل د تاوتریخوالو له اصلي سرچینو ګڼل کېږي.
په عین وخت کې د طالبانو اداره د وروستیو نښتو په غبرګون کې ویلي چې دوی «دفاعي حالت» غوره کړی او جګړه د خپل مشروع حق په توګه ګڼي. دغه اداره خبرداری ورکړی چې جګړه به تر هغه دوام ولري څو پورې چې دا «تېری» نه وي پای ته رسېدلی.




