مهم خبرونهنړیوال

نوې اسناد: اپستین د لیبیا د کنګل شویو شتمنیو د ترلاسه کولو هڅه کړې وه

د امريکا د عدليې وزارت له خوا نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې جيفري اپستين، د امريکا شتمن تاجر او د جنايي دوسيو تورن، يو وخت هڅه کړې وه چې د لیبیا کنګل شوې شتمنۍ ترلاسه کړي. راپورونه دا هڅې د دغه هېواد له سياسي بې‌ثباتۍ سره تړلې ګڼي.

د «عربي۲۱» د راپور له مخې، اسناد ادعا کوي چې اپستین له خپلو نږدې کسانو او هغو کسانو سره چې د بريتانيا د پخواني استخباراتي خدمت (ام‌آی۶) او د اسرایيلو د استخباراتو د پخوانيو غړو په توګه پېژندل شوي، يو پلان پر مخ وړه. دغه پلان د «د لیبیا د بيا رغونې د مرستې» په نوم وړاندې شوی و، خو موخه یې د دې هېواد د چارواکو پرې فشار راوړل او د باج‌اخیستنې هڅه وه.

په يوه برېښنالیک کې چې ادعا کېږي په ۲۰۱۱ کال کې اپستين ته لېږل شوی، د لیبیا له سياسې او اقتصادي بې‌ثباتۍ څخه د ناوړه استفادې يادونه شوې ده. په لیک کې راغلي چې د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ډېره لوړه ارزښت لري او يو مهمه برخه يې په امريکا کې موقعيت لري.

د همدې مکاتبو پر بنسټ ويل شوي چې د دې شتمنيو اصلي ارزښت ښايي تر اعلان شويو ارقامو لوړ وي، او که اپستین د دغو شتمنيو يوې برخې ته لاسرسی موندلی وای، نو ستر مالي ګټه یې تر لاسه کولی شوه. دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د لیبیا چارواکو تېر کال د هېواد د کنګل شويو شتمنيو د نړیوالې څېړنې لپاره يوه حقوقي کميټه جوړه کړې.

راپورونه دا هم څرګندوي چې اپستین يو وخت د امريکا له ځينو مشهورو سياسي څېرو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نږدې اړيکې لرلې. دا موضوع لا هم د رسنيو او حقوقي کړيو تر بحث لاندې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button